د خوړو او درملو مرستيال په هندوستان هېواد کې د دغه هېواد د درملو د صادراتو ترويج شورا (Pharmexil) له لوري جوړ شوي نندارتون کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۱۸
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي چارو د لا ښه تنظیم او د درملو او خوراکي توکو د تولید او وارداتي چارو د سمون په موخه د هند د درملو د صادراتو د ترویج شورا (Pharmexil) له لوري جوړ شوي نندارتون کې ګډون تر سره او د یادې شورا له مشرتابه سره یې د اړوندو چارو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د هندي شرکتونو او اړوندو محصولاتو د ثبت او ارزونې بهیر د معیاري کولو او چټکتیا، د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو او اړوندو فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د هندي شرکتونو له لوري د افغان درمل جوړوونکو فابریکو سره په ګډه یا خپلواکه توګه د پانګونې اړوند بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د بېلابېلو برخو د ظرفیت لوړونې، د تنظیمي چارو د ډیجیټلي کولو او افغانستان ته د درملو د صادراتو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه هم خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې د اړوندو چارو د لا اسانتیا او د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه به Pharmexil شورا د خپلو مسؤلیتونو په چوکاټ کې له هندي درمل جوړوونکو شرکتونو سره کار وکړي؛ ترڅو افغانستان ته د باکیفیته او معیاري درملو د صادراتو بهیر لا چټک شي.

همدارنګه، د یادې شورا د رهبرۍ غړو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به ورته نړیوالو ناستو او پروګرامونو کې د افغانستان د خوړو او درملو معینیت تخنیکي استازو ته د ګډون بلنه ورکوي؛ ترڅو له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

د شهيدان عالي لېسې څه باندې ۱۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون‌شهر روغتیايي مرکز ته ۶۲ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون‌شهر روغتیايي مرکز لپاره د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت لوړ پوړي پلاوي په هندوستان هېواد کې د اړوندو روغتيايي ادارو له مسؤلینو سره د همکاریو د پراختیا په موخه  ليدنې وکړې

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ يو تخنيکي پلاوي هندوستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د درملو د کنټرول او تنظیم. . .

BACK TO NEWS