د خوړو او درملو معينيت مسؤلينو ته د تنظیمي اصطلاحاتو په اړه د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو
ياد پروګرام د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري د تنظیمي اصطلاحاتو سره بلدتیا» تر عنوان لاندې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست ۳۵ تنو مسؤلینو، متخصصینو او کارپوهانو ته ترسره شو.
د دغه پروګرام موخه د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ارزونې په برخه کې د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول، له تخصصي مفاهیمو او اصطلاحاتو سره د هغوی بلدتیا او د علمي تصمیم نیونې بهیر پیاوړتیا وه.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د خوړو او درملو معينيت جوړښت او دندې، د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت پړاوونه، بازار ته د عرضه کولو جواز او اړوند اصطلاحات تشریح شول.
