د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د دشت برچي سل بستریز روغتون ریاست د تدارکاتو مدیریت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۴۲ قلمه د مینځونکو توکو (IP موادو) چې د ریفرینس شمېره یې (MOPH/100DEB/1404/G006) ده او ۴۴ قلمه د لابراتوار ریجنټونو تهیه او تدارک کول چې د ریفرینس شمېره یې (MOPH/100DEB/1404/G0014) ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د دغه روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه په وړیا ډول تر لاسه کړي، د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سر تړلي ډول د خبرتیا له نېټې ۱۴۰۴/۱/ ۳ څخه تر ۱۴۰۴/۱/ ۲۴ نېټې پورې د سهار په لسو بجو د یاد روغتون د آفرونو پرانستې خونې ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانک ګرنټي ده، چې د یو اعتبار لرونکي بانک څخه (۳۲۷۲۷) دوه دېرش زره اووه سوه اووه ویشت افغانۍ دي چې د ۴۴ قلمه د لابراتور د رجنټونو د شرطپاڼې سره مل او (۶۰۴۲۵) شپېته زره څلور سوه پنځه ویشت افغانۍ د منځلو او پاکولو توکو د شرطپاڼې سره مل د پورته پتې اړوند یې د غوډو تالار ته وسپارئ.
د آفر پرانیستلو غونډه د (۱۴۰۴/ ۱ / ۲۴ ) نېټه د یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د دشت برچي سل بستر روغتون، دوهم پوړ د آفرونو د پرانستې په تالار کې تر سره کېږي
پته: دیارلسمه ناحیه د دولتي تېلو ټانګ د دشت برچي سل بستریز روغتون د تدارکاتو مدیریت، کابل افغانستان.