د داوطلبۍ خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د اړتیا وړ MOPH/DDR/1403/NCB/G-002 شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکی د خوراکي موادو د پخولو لپاره د ابن سینا 1000 بستریز، جنګلک 450 بستریز، نوو ځوانانو100 بستریز، کوهدامن د نوکریوالانو 20 بستریز، پلچرخي 50 بستریز او د آغوش کمپ 100 بستریز روغتونونو د مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د 15/01/1403 نېټې، د چهار شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د وړاندیزونو د پرانیستلو خونې  ته چې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې موقیعت لري وسپاري. ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.  د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (95,000) پنځه نوي زره افغانۍ دي.

او د وړاندیز د پرانیستې غونډه د ۱۵/۰۱/۱۴۰۳ د چهارشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت د څلورلارې تر څیرمه ، د عامه روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیستې په خونه کې تر سره شي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

Back to tenders