د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1404/002)

د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کفیتریا او  دوکانونو جوړولو پروژې د دوهم ځل داوطلبۍ اعلان:

د پروژې د اعلان نیټه: ۰۱/۰۹/۱۴۰۴

د پروژې په هکله لنډ معلومات:

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست په شرایطو برابر ټولو لیواله شرکتونو/ کنسرشیوم ته بلنه ورکوي، چې د جوزجان ولایت شبرغان ښار د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې په ۵۶۰ متر مربع ځمکه باندې ځمکتل علاوه حد اکثر دریو پوړونو کې د کفیتریا او پایواز خونو جوړولو پروژه، چې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) له لارې د (Design Build Operate Transfer DBOT) (ډیزاین، جوړونه، تطبیقول او لیږد) موډل په اساس تطبیق کیږي داوطلبۍ کې د ګډون خبرتیا ورکول کیږي.

لیواله شرکتونو/ کنسرشیوم د اړونده پروژې شرط پاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کړې.

د اعلان د خپریدو نیټه یعني ۰۱/۰۹/۱۴۰۴ چې د ه ق کال ۰۱/۶/۱۴۴۷ نیټي سره سمون لري، شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د کفیتریا او دوکانونو پروژې لپاره طرحه او مالي موډل ترتیب، او د ۱۱/۰۹/۱۴۰۴نیټه سه شنبه ورځ سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ مجلس ته وړاندې کړي.

د معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک او ټیلیفون شمیرې اړیکه ونیسئ

ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان

د اړیکې شمیره: 0202302539

بریښنالیک:  /  ppphealth.mpph@gmail.com  ppp_health@moph.gov.af

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۳۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، ترڅو (د کندهار ولایت . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۲۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري تر څو (د پکتیکا ولایت . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو . . .

Back to tenders