د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزي لابراتوارونو د اړتیا وړ ۶۵ قلمه ریجنټونو او مصرفي لابراتواري موادو پروژې د داوطلبۍ پروسه کې چې د ( MOPH/CPHLdds /G001) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی دی ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۰۸/۰۶/۱۴۰۳ نېــټه د پنجشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیست خونې ته، چې په وزیر محمد اکبر خان مینې کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه قرارلري وسپاري.
ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۱۴۰،۰۰۰) یوسلو څلوېښت زره افغانۍ دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۰۸/۰۶/۱۴۰۳نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.