د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

 د ۱۴۰۳ مالي  کال لپاره د (۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د تدارک کولوخبرتیا!

د تشخیصیه نمبر(MOPH/GDCM/HRP/KHH/NCB-1403/GO1)

د خیرخانې ۱۰۲ بستریز  روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۳ مالي کال د(۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او چاپ شوې شرطپاڼه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون د تدارکاتو له مدیریت نه ترلاسه کړي خپلې ډکې شوې شرطپاڼې د هغو شرایطو مطابق چې په شرطپاڼه کې درج دي په مهر او لاک شوې بڼه د ۱۴۰۳ کال میزان میاشتې په ۹ مه نېټه دوشنبې ورځ د داوطلبۍ په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو مدیریت ته وسپارئ.

 ناوخته رسېدلي او انټرنیټي شرطپاڼې د منلو وړ نه دي.

 د شرطپاڼې تضمین نغدي او یا د یو اعتبار لرونکي بانک ګرنټۍ په بڼه (۲۵۰۰۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دی.

د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ په ورځ په لاندې لیکل شوې اندازه افغانۍ له ځان سره راوړئ.

د (۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د تضمین لپاره (۲۵۰۰۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders