د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د عدلي طب د پیاوړتیا پروژې د اړتیا وړ نیټورکینګ سیستم، امنیتي کمرو، داخلي ټلیفونونو، ویډیو کنفرانس، مخابره، الکتونیکي حاضرۍ، مایکروټیک او روتر چې د GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403/G04 شمېرې لرونکی دی د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۰۵/۰۸/۱۴۰۳ نېټې د شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۷۵،۰۰۰( پنځه اویا زره ) افغانۍ دی او د آفرپرانستې غونډه د ۰۵/۰۸/۱۴۰۳ نېټه د شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونه کې ترسره کېږي.