د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د هرات، بلخ، کندهار او ننگرهار ولایتونو لابراتوارونو لپاره د ټکنالوژي موادو پروژه چې د پېژندنې شمېره یې ( MOPH/1403/NCB/G003) ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د ۰۹/۰۸/۱۴۰۳ نېټې، د چهار شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو خونې ته چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلری، وسپاري. ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۲۳۰۰۰۰) دوه سوه دېرش زره افغانۍ دی او د وړاندیزونو پرانیستلو غونډه د ۰۹/۰۸/۱۴۰۳ نېټه، چهارشنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders