د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د سمنګان،میدان وردګ،هرات ولایتونو او شیخ زاید روغتون د اړتیا وړ طبي  تجهیزاتو پروژه چې د ( MOPH/BMED/NCB/1403/G02)  شمېرې لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۱۰/۰۸/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبی ورځ سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۸۰۰،۰۰۰) اته سوه زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۱۰/۰۸/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبې ورځ سهار په ۱۰:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د کنترول سرطان   اٰروند د  ریجینت او مصرفی موادو  تدارک پرژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1276) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

د داوطلبي د بیا ځلې خبرتیا !

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د پکتیا ولایت حوزوی روغتون لپاره د CT-SCAN ماشین د برابرولو تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1242) ګڼې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders