د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا او نورو نقلوونکو ناروغیو ملي پروگرام د اړتیا وړ (د ډینګي ناروغۍ د تشخیص لپاره تشخیصیه ټسټونو مواد) چې د (GOV/MOPH/CDCD/MVDP/CF/NCB/G44/1403) شمېرې لرونکی ده داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.

 د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۳۰،۰۰۰) دېرش زره افغانۍ دی.

او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۰
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders