د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د محمد علي جناح روغتون اړوند  امنیتي کمرو پروژه چې د پېژندنې شمېره یې ( MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G11) ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 05/10/1403 نېټې، د چهار شنبې ورځې د سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو خونې ته چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې، د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري.

 ناوخته رسېدونکي او د انټرنیټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (250,000) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه د 05/10/1403 نېټه، د چهار شنبې په ورځ د سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders