د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند اداري، پخو او خامو موادو ډیپوګانو ودانیو او سرک رغولو پروژه چې د MOPH/VFP/NCB/1403/W02  ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر سه شنبې ورځې 12/08/1446 ه ق چې د 23/11/1403 ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان- کابل کې موقیعت  – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو خونې ته وسپاري.

ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د (1,453,000) یو میلیون څلور سوه دري پنځوس زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټۍ په بڼه دی او د آفر پرانیستلو غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا !

استقلال روغتون ټولو  په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د دغه اداری د دوه قلمه تېلو پروژې چې د(MOPH/EH/NCB/1404/G04) شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکې ده، داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند اداري، پخو او خامو موادو ډیپوګانو ودانیو او سرک رغولو پروژه چې د MOPH/VFP/NCB/1403/W02 . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۵:۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د نویو مدغم . . .

Back to tenders