د دایکندي عامې روغتیا ریاست ته د ۵۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۸ قلمه درمل وسپارل شول
د دایکندي عامې روغتیا ریاست اړوند روغتیايي مرکزونو کې د درملو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له دفتر څخه د ۵۸ زره او ۹۱۹ امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۸ قلمه بېلابېل درمل ترلاسه کړل.
یاد درمل به د درملو د کمښت راکمولو، د ناروغانو د درملنې بهير ښهوالي او هغوی ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د اړتیا له مخې د ياد ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
