د درملو تولیدي کارخونو مسلکي کارکوونکو لپاره د "ښه تولیدي کړنو (GMP)" په اړه درې ورځنی سیمینار پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۲۵
MOPH

په مرکز کابل کې د درملو او روغتیایي محصولاتو فابریکو ۱۰۰تنه مسلکي کارکوونکو لپاره د "ښه تولیدي کړنو (GMP)" په اړه درې ورځنی سیمینار د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د یاد معینیت په تالار کې پیل شو.

په دې روزنیز سیمنار کې د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکټر نعیم الله ایوبي د دې سیمینار پر اهمیت ټینګار وکړ، د هېواد په اوسنیو شرایطو کې یې د درملو صنعت یوه اړتیا وګڼله او ویې ویل: (د ملي او نړیوال اعتبار ترلاسه کولو لپاره، د ټولو درملو او روغتیایي محصولاتو فابریکو لپاره اړینه ده، چې خپل محصولات په نړیواله کچه منل شوي معیارونو "ښو تولیدي کړنو (GMP)" سره سم تنظیم کړي).

د یادونې وړ ده، چې GMP د اصولو او کړنلارو یوه ټولګه ده، چې په بېلا بېلو صنعتونو کې، په ځانګړې توګه د درملو، خوراکي او ارایشي توکو په صنعت کې پلي کېږي؛ تر څو د محصولاتو کیفیت او خوندیتوب ډاډمن کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS