د درملو ۷۲ تأسیساتو او تبلیغاتي فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د درملو اړوند ۷۲ تأسیساتو او تبلیغاتي فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو.
د دغو نظارتونو په پایله کې د درملو د ۱۱ غیرقانوني تبلیغاتو او اشتهاراتو مخه ونیول شوه او د درملو د یو شمېر شرکتونو مسؤلینو ته په وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د درملو د اشتهاراتو قانوني ثبت او تنظیم په اړه لازمې لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړل شو.
