د دوه قراردادونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

۱- د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۶۴ قلمه طبي درمل

د قرارداد ګڼه: MOPH/NCB/IGICH/1403/G

۲-  د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۸۸ قلمه طبي ملزمه

ګڼه: MOPH/NCB/IGICH/1403/G11                    

{ د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د دوه قراردادونو هر یو  د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۶۴ قلمه طبي درملو تدارک او سمبالولو او همدارنګه د روان ۱۴۰۳ کال لپاره د اړتیا وړ ۸۸ قلمه طبي ملزمود داوطلبۍ په پروسو کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوي شرطپاڼې یو نقل په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې د درملو قرارداد اړوند خپل وړاندیزونه په سرتړلي ډول د خبرتیا نېټې د خپرولو څخه بیا تر { د ۱۴۰۳/۰۸/۰۹ نېټې د چهارشنبې ورځ ماسپښین ۲:۰۰ بجو  او د طبي ملزمې د قرارداد اړوند وړاندیزونه د خبرتیا د خپرولو د نېټې څخه بیا تر { ۱۴۰۳/۰۸/۱۳ نېټه یکشنبې ورځ ماسپښین دوه بجو  د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مېني لسم سړک کې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ لومړي پوړ د غونډو تالار ته وسپارئ.

 ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د درملو د قرارداد لپاره}  د بانک ګرنټي ده، چې د یو اعتبار لرونکي بانک څخه د ۴۰۰،۰۰۰ څلور سوه زره افغانۍ او د طبي ملزمې د قرارداد تضمین هم د بانک ګرنټۍ په شکل له یو اعتبار لرونکي بانک څخه (۶۰۰،۰۰۰) شپږ سوه زره افغانۍ دي، چې د اړونده شرطپاڼې سره مل يې د آفر پرانیستلو له غونډې یوه ورځ مخکې  د پورته پتې اړوند د روغتون د غونډو تالار ته وسپارئ.

 او د آفر پرانېستلو غونډه د طبي درملو لپاره په ۱۴۰۳/۰۸/۱۰ نېټه د پنجشنبې ورځ سهار  په ۱۰:۰۰ بجو او د طبي ملزمې لپاره په { ۱۴۰۳/۰۸/۱۴} نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ  لومړي پوړ د غونډو تالار کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۰
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders