د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې!
د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست د روان کال د زمري میاشتې په ترڅ کې د خوړو خوندیتوب تأمین، د شرکتونو د فعالیتونو تنظیم او د کورنیو تولیداتو د سکتور پیاوړتیا په موخه د خوړو د خوندیتوب داخلي معیارونه ترتیب او د خوراکي توکو تاسیساتو ته د جواز ورکولو طرزالعمل نهایي کړ. همدارنګه، د خوړو د تولید شپږ فابریکې وارزول شوې، څارنه یې ترسره او د معیاري کولو او ستونزو حل په موخه يې لازم اقدامات ترسره شول.
د جواز ورکولو په برخه کې د خوراکي توکو د شرکتونو ثبت او ارزونې بهیر ښه شوی او د ۳۸ وارداتي شرکتونو لپاره د جواز ورکولو کمېټې پرېکړې ترتیب او د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. همدارنګه، په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولیدي فابریکو لپاره ۱۱ د فعالیت جوازونه صادر شوي او د خوراکي توکو د وارداتي شرکتونو لپاره له ۳۵ څخه زیات اجازه ليکونه هم وېشل شوي دي.
د کیفیت کنټرول او بازار ته د عرضې په برخه کې، د شاوخوا ۳۰۱ ټنه خوراکي توکو د واردولو اړوند ۱۷ پروفورمې کتل شوي او ارزول شوي دي. همدارنګه، د ۴۰۶ ټنه په شاوخوا کې د ۷۴ بچ خوراکي توکو له لابراتواري پایلو او اړینو ارزونو وروسته بازار ته د عرضې اجازه ترلاسه کړې او د کیفیت د تثبیت په موخه ۲۹ بچ نمونې لابراتوار ته استول شوي دي. سربېره پر دې، ۴۲ بچ نورو خوراکي توکو څخه هم نمونې اخیستل شوي، د ازموینې او کیفیت د تثبیت لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.
همدارنګه، د بحراني شرایطو پر مهال د خوراکي توکو د اکمالاتي ځنځیر د کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره شوي او د تولیدي او وارداتي شرکتونو لپاره د قوانینو، طرزالعملونو او جواز ورکولو د بهیر په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه او د خوړو د خوندیتوب له تخنیکي کمېټې او نورو اړوندو برخو سره لازمې همغږۍ هم ترسره شوې.
