د روان کال په ترڅ کې د باميان ولایتي روغتون کې شاوخوا ۹۹۷ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۰
moph

د یادو عملیاتو له ډلې ۲۳۹ یې لوی او ۷۵۸ یې واړه جراحي عملیات دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربه لرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۰۹۲۸۲) ناروغانو ته سراپا (OPD) او (۶۰۹۳) ناروغانو ته د بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.