د روان کال په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون کې (۳۶۷۲) لوی او واړه جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۱
moph

د یادو عملیاتو له ډلې څخه (۵۱۸) لوی او (۳۱۵۴) واړه جراحي عملیات دي، چې د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون (۶۱۲۹۲) ناروغانو ته سرپا (OPD) او (۴۱۲۰) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمتونه وړاندې شوي دي.