د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association   AFGA مؤسسې سره د (۵۰۹۰۰) پنځوس زره او نهه سوه ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت (۱۴۶۰) تنه اوسېدونکي په مستقیم او (۱۰۰۰۰) تنه په غیر مستقیم ډول له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او یو تن ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د AFGA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۵
Background image

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون سره د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د مصرفي توکو او درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند، علي اباد روغتون له لوري وشوه، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او يو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د روغتون د فارمیسي مسؤل ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي په هرات کې د انتاني ناروغیو روغتون او اړوندو څانګو څخه نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې دغه ولايت کې د انتاني ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۲۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، څلورویشتمه ماده لومړۍ فقره

که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدوونکی شرکت له مخکینۍ اجازې پرته په رسمي او غير رسمي لارو د درملو او روغتيايي محصولاتو په توريد او بازار ته په وړاندې کولو لاس پورې کړي، د دې قانون. . .

BACK TO NEWS