د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال تر مشرۍ لاندې د روغتیایي خدمتونو د معیاري کولو په اړه ناسته تر سره کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او د روغتیا په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه
د اړوندو ریاستونو مسؤلینو د روغتیا په برخه کې موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د حل غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ څرګند کړ.