د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس، ښاغلي عزت الله نیازمند سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري د یو روغتون د جوړېدو په اړه، چې د ۶۲۷ بسترونو په درلودلو سره به په وړیا توګه د سرطان درملنې، نسايي ولادي او ګڼو نورو روغتیايي څانګو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي بحث او خبرې ترسره شوې.

د عزیزي خیریه بنسټ مسؤلینو د یو پرېزینټېشن په ترڅ کې د یاد روغتون د جوړولو طرحه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړه او د دغه وزارت له رهبرۍ  یې د یاد روغتون د منظورۍ غوښتنه وکړه؛ ترڅو له منظورۍ وروسته راتلونکې پروسې چې د دې روغتون د جوړولو لپاره په پلان کې دي پيل شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې طرحې د تائید تر څنګ د عزیزي خیریه بنسټ د مسؤلینو څخه د مننې او قدرداني په څرګندولو وویل: ( د عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده، چې د نوموړي روغتون د جوړېدو په برخه کې د عزیزي خیریه بنسټ سره هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.)

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د ولسي ژوند د ښه والي لپاره ستر ګام!

د عمومي روغتونونو د جوړولو اصلي موخه، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول دي.

اوسمهال د هېواد  څه باندې ۴۰۰ و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۶
Background image

د عمومي روغتونو د جوړولو اساسي موخې!

د عمومي روغتونونو د جوړولو اصلي موخه په افغانستان کې د لرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته د خدماتو برابرول ، له ثانوي خدماتو څخه محرومو ناروغانو ته د خدماتو پراختیا ، د ناروغانو د مړینې د کچې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۳۳
Background image

د ولسي ژوند د ښه والي لپاره ستر ګام!

په (۳۲۰) ولسوالیو کې د ولسوالې د سطحې روغتیايي مرکزونو جوړېدل د ولس د ژوند کیفیت لوړولو په لور یو تاریخي ګام دی، روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي لپاره به خلک مجبور نه وي چې اوږده سفرونه. . .

BACK TO NEWS