د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ځینو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه
![MOPH](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-24_at_12.38.10_87efb3a6.jpg)
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو د فعالیتونو، سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړېدو، کلیوالو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو جوړېدو او په کندهار ولایت کې د میرویس سیمه ییز روغتون لپاره د ډونرانو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو پیشنهادونه واورېدل او په دې برخو کې یې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.