د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي د تطبیق کوونکو موسسو استازو ته سپارښتنه وکړه چې ټول روغتیايي خدمتونه به د عامې روغتیا وزارت سره د شوې تفاهمنامې په اساس ترسره کوي او همدارنګه یې روغتیايي مرکزونو ته درمل او ژمني توکو په رسولو، روغتیایي کارکوونکو ته په وخت د معاشونو اجرا او خدماتو کې د خنډو ځنډ په نه رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو موسسو استازو د یو شمېر وړاندیزونو شریکولو تر څنګ د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS