د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۵:۰
د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یو غونډې په ترڅ کې د روغتیايي عرضه خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له مسوولینو سره د ژمې په راتګ سره ولایتونو ته د درملو او سون توکو د لېږد پهداړه خبرې وکړې.

مالي او اداري معین د تطبیق کوونکو موسسو مسوولینو ته هدایت وکړ چې ژر تر ژره په دې برخه کې اقدام وکړي، ځکه چې د ژمي په رارسېدو سره به د یو شمېر روغتیايي مرکزونو ترانسپورتي لارې بندې شي او بیا به دغو مرکزونو ته رسېدل او تجهیزول ستونزمن وي.

له بلې خوا په دې برخه کې د تطبیق کوونکو موسسو روغتیايي مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل په موخه یې لازم هدایت ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۳۰
Background image

د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د يو ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه

د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د يو ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د پلان او پالیسۍ معین، دوکتور محمد حسن غیاثي او. . .

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۵
Background image

دهېوادونودعامې روغتیاوزیرانوترمنځ په عمان هيوادکې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایرشو

د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد هم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۰:۶
Background image

دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین،مولوي اسحق صاحبزاده دپلان اوپالیسي معین،محمدحسن غیاثي اوورسره مل ټیم بلخ ته سفرترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د پلان او پالیسي معین او ورسره مل ټیم بلخ ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي، مولوي محمد داوود مزمل سره لیدنه ترسره کړه.

اود دی سفرپه دوام د. . .

BACK TO NEWS