د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې ریاست د ۱۴۰۲ هــ ش کال کړنې او فعالیتونه تر څېړنې لاندې ونیول شوې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۹:۴۶
ړړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د ۱۴۰۲ هــ ش کال کې د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې ریاست لاسته راوړنې، وړاندیزونه، ستونزې او د هغوی د حل لارو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د روغتیايي قوانینو له تطبیق  څخه د څارنې ریاست له لاسته راوړنو څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ د یاد ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې  د ستونزو د حل په موخه لازمې کړنې ترسره کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته لازم خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون طبي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۵ ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو

یاد ټریننګ چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ پیل شو، د پرانیستې پر مهال یې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج امین الله شریف، د روږدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲۳
Background image

زابل کې ۳۲ تنه روږدي کسان له څلور میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان د یادو ناروغانو په درملنه خوښي څرګنده او ویې ویل، هڅه کوو چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې لا زیاتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر په ایران کې د ماشومانو متخصصو روغتونونو سره لیدنه وکړه؛ د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې او دوه اړخیزو همکاریو ژمنه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز (مرکز طبي کودکان) او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتون له. . .

BACK TO NEWS