د روغتیايی پراختیا او پالیسۍ مرستیال فاریاب ولایت د سفر پرمهال د یاد ولایت عامې روغتیا رییس سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايی پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي فاریاب ولایت د سفر پرمهال د یاد ولایت عامې روغتیا رییس سره د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه ناسته وکړه.
یاد پلاوي دغه راز فاریاب ولایت کې له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو څخه لیدنه او نظارت هم ترسره کړ.