د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزولو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو مسؤلینو او روغتیایي شریکانو سره د لاهمغږۍ په پار غونډه ترسره شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۸
د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزولو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو مسؤلینو او روغتیایي شریکانو سره د لاهمغږۍ په پار غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر؛ د یوې غونډې په ترڅ ګې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو او روغتیایي شریکانو له مسؤلینو سره د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کولو د لا همغږۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی، د مالي او اداري معینیت سرپرست په ټولو ولایتونو کې د کورونا ویروس اخته ناروغانو روغتونونو کې د اکسیجن پلان جوړولو او د پي سي آر ماشینونو فعالولو باندې یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو مسؤلینو نه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

سربیره پردې، ډاکټر قدیر د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کیفیت ښه کولو او د روغتیایي کارکونکو معاشونو په وخت تادیه کولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسې او روغتیایي شریکان د قراردادونو مطابق چې د عامې روغتیا وزارت سره یې لري اجراات دې وکړي.

همدارنګه د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو او روغتیایي شریکانو استازو ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت سره به د اکسیجن پلان رامینځته کولو، د پي سي آر ماشینونه فعالولو، د کار کونکو معاشونه او د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کولو په برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د قراردادونو مطابق چې له دوی سره شوي دي اجراات ترسره کوي.

له بلې خوا، دعامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست د روغتیایي خدمتونو پلي کونکې مؤسسې او روغتیایي شریکان د یوسیسټم برخه وګڼله او زیاته یې کړه: "د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې چې تر دې دمه کوم خدمتونه وړاندې شوي دي ارزښتناک دي، مګر راځئ چې د لا ژمنتیا او ایماندارۍ سره اړمنو ته زیات لاسرسی وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۰
Background image

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او. . .

BACK TO NEWS