د روغتیایي قوانینو څخه د تکراري سرغړونې له کبله د آریا سادات روغتون او د ډاګتر وهاج د IVF او IUI روغتیایي خدمتونه وتړل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۲۳
MOPH

د ذکر شوي روغتون د تړلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  مسلکي او تخنیکي هیئت چې د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او د روغتیایي قوانینو د تطبیق او بررسۍ رئیس، مولوي محمودالله زاهد هم شتون درلود ، ښاغلي مرستیال وویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې خلکو ته باکیفیته او مصؤن روغتیایي خدمات وړاندې کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې خپل سري فعالیتونه او غیر قانوني کړنې ترسره کړي.

د څارنې او پلټنې رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت وویل، مونږ مسؤولیت لرو چې روغتیایي قوانین پلي کړو ، غواړو خصوصي سکتور سره ملاتړ وکړو ، خو د معیاراتو عملي کول مو لمړیتوب دی ، نوموړي همدارنګه وویل د عامې روغتیا وزارت غواړي چې خدمات معیاري او تخصصي کړي او د بې کیفیته ، غیر رجستر مراکزو او غیر مصؤنو خدماتو د مخنیوي هڅو ته به لا دوام ورکوي.

ښاغلي رئیس زیاته کړه زمونږ د ژمنتیا عملي بیلګه نن دا ده چې د محمد هاشم وهاج په نوم یو تن ډاکټر چې قانوني او تخصصي اسناد یې نه لرل او نه یې له یاد روغتون سره کوم تعهد او یا لیکلی قررداد درلود، غیر قانوني فعالیتونه او بې کیفیته روغتیایي خدمات ترسره کول، چې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هدایت مو یې روغتون او غیر قانوني خدمات وتړل.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا د خصوصي سکتور د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو ته خبرتیا ورکوي وړاندې له چې له قانوني برخورد سره مخ شئ مهرباني وکړئ، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د معیاراتو او قوانینو سره سم خپل روغتیایي خدمات او مراکز عیار کړئ!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۰
Background image

په یو کال کې له ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره شوی

ېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګډ نظارت پایله کې ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شوی دی، چې له دې ډلې ۱۴۶ طبي لابراتوارونه، ۲۶ د ډاکټرانو ټولنې او فیزیوتراپي. . .

BACK TO NEWS