د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د بیاځلې فعالېدو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۲:۲۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، پلان او پالیسۍ عمومي رئیس ډاکټر میرویس احمدزي، مرکزي روغتونونو د مسؤلینو او د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو د استازو په شتون کې د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د بیاځلې فعالېدو په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې فعال شو او تر ۲۰۱۹ کال پورې یې فعالیت دوام درلود، چې وروسته یې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله فعالیت ودرید، او اوس یې  د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ په انلاین ډول بیاځلې فعالیت پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم بیاځلې فعالول د روغتیايي معلوماتو او لګښتونو راټولولو، په اداري چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د پالیسیو او ستراتېژیو جوړولو، پلانونو او په کاري برنامو کې د روڼتیا او چټکتیا لپاره اړین وباله او دا یې د هېواد د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

 

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د بیا فعالولو او د دغه سیستم څخه د ګټې اخیستنې په اړه د یو پریزینټیشن په ترڅ کې ګډونوالو ته معلومات هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS