د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نورستان ته د درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته وشوه
د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته وشوه
په دې مرسته کې درمل، جراحي کيټونه، بیډونه او نور اړين روغتيايي توکي شامل دي، چې د سیلابځپلو سیمو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو، د ناروغانو او ټپیانو په درملنه او د اړمنو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به ترې ګټه واخیستل شي.
