د سمنګان په ۲۴۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
MOPH

د بیا رغونې دغه چارې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو ، د ریاست الوزارء او د سمنګان ولایت مقام په حکم پیل شوې.

 

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له غوښتنې وروسته، چې یاد ولایتي روغتون له ۸۰ بسترونو څخه ۲۴۰ بسترونو ته لوړ شي، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ هڅه وکړه، چې دغه روغتون ورغوي او د سمنګان ولایت د خلکو روغتیايي ستونزو ته د حل په موخه رسیدګي وشي.

د دې تر څنګ عامې روغتیا وزارت د یاد روغتون د بسترونو زیاتوالي تر څنګ د دغه روغتون تشکلیل له ۱۹۳ څخه ۴۸۱ زیات کړ تر څو د سمنګان ولایت خلکو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS