د سید الف شاه غضنفر انستيتيوت د نوي تعلیمي کال پیل
چهارشنبه د حمل ٣ ـ ۱۴۰۱
د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د عامې روغتيا مطبوعاتى سلاکار ډاکتر حديدالله ذاکرى او د بېلابېلو څانګو استازو د نوي تعلیمي کال د پیل مراسم د پوهاند غضنفر په انستیتوت کې ترسره کړل
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس مولوى محمد داوود منصوري وویل: د اسلام ستر پیغمبر(ص) نارینه او ښځو ته د علومو د زده کړې په برخه کې ټینګار کړی چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت له فتحې وروسته ، زموږ د هیوادوالو لپاره دا فرصت مساعد شوى دی، او له خپلو زده کړيالانو څخه غوښتنه کوو چې د اسلامي شریعت لارښونو سره سم خپلو درسونو ته لا زیاته توجه او کوښښ وکړي.
همدارنګه ښاغلي منصوري د هېواد پرمختګ د هغه په ښوونیز نظام پورې تړلی وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي او خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوي.
د دې غونډې په دوام کې د پوهاند غضنفر انستیتوت رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، د دغه انستیتوت استادانو او محصلینو په هېواد کې د ښوونې او روزنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او په پای کې یې د نیالګیو کینولو سره دا غونډه پاي ته ورسيده .