د شیخ زاهد روغتون ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د انتاناتو کنټرول او مخنیوي روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د شیخ زاهد روغتون د ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو لوړولو په موخه د انتاناتو کنټرول او مخنیوي دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام چې د جوړېدو موخه یې د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، په بهیر کې یې د انتاناتو مخنیوي او کنټرول، د روغتیا ساتنې اصولو رعایت، د ناروغیو د لېږد مخنیوي او د روغتون په چاپېریال کې د انتاناتو د کنټرول او مخنیوي (IPC) معیارونو د پلي کولو په اړه مهم او اساسي موضوعات په نظري او عملي ډول وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS