د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینو مهم څانګو پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۳۰ - ۱۰:۳۸
د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینو مهم څانګو پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د ځینې نوې جوړو شوو او رغول شوو څانګو پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي د مقام د دفتر رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د شیخ زاید ملي نیوروساینس روغتون کې د جراحي ICU څانګې، مجهزو عملیات خونو، ریکوري، سي ټي سکن CT SCAN  د وینې بانک، مجهز لابراتوار، ډيجیټل اکسرې، التراسونډ، EEG، ایکو، نارینه OPD او ښځینه OPD څانګو پرانیسته او بیا رغول د افغانستان د روغتیايي سکتور په برخه کې معیاري والي او پرمختګ ته له بل هر وخت څخه نېږدې کېدل وګڼل او و یې ویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ چې د ناروغانو د درملنې په موخه په کور دننه غوره امکانات او معیاري روغتیايي خدمات برابر کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS