د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د افغانستان د بیارغونې مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د یادې مؤسسې د همکارۍ او فعالیتونو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، د روغتیا په برخه کې د یادې مؤسسې د همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د مسؤلینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې هغوی ته د ریښتیني خدمت کولو هیله څرګنده کړه.