د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په افغانستان اسلامي بانک کې د رضاکارانه وینې راټولولو او عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو
د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د افغانستان اسلامي بانک له کارکوونکو او مراجعینو څخه ۲۵۰۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه.
په ياد کمپاین کې ۵۰ تنو خپله وینه اهدا کړه، چې له ضروري معايناتو وروسته به ناروغانو ته توزیع شي.
د وینې مرکزي بانک هڅه کوي، چې د وینې کمپاينونو او عامه پوهاوي له لارې هېوادوال وهڅوي، چې خپله وینه اهدا کړي؛ ترڅو وينې ته د اړمنو ناروغانو ستونزې حل شي.
