د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا د افغاني سرې میاشتې له تخنیکي ټیم سره د ګډې همغږۍ غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۱
moph

په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي ارقامو د تحلیل ستونزې، د نویو روغتیایي مرکزونو لپاره د کوډ ورکړې اسانتیا، او د ټولنې پر بنسټ د سرویلانس سیستم (Community-Based Surveillance) اړوند موضوعاتو باندې بحث او خبرې تر سره شوې.

دغه راز، دواړو لوریو د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د څارنې او ارزونې سیستم د لا اغېزمنتیا لپاره به ګډې هڅې پراخې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نورستان والي سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د نورستان والي قاري زین العابدین د یاد ولایت د روغتیايي برخې اړوند معلومات وړاندې او هم یې د روغتیايي خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه د حل په موخه ښاغلي وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د آدا مؤسسې له لوري د اوتریچ پروګرام د پیاوړتیا په موخه بغلان ولایت کې ۱۶ عرادې موټرسایکلونه ووېشل شول

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر فیصل احمدزي، د آدا مؤسسې مسؤل ډاکټر شمس‌ الله منګل، د یونیسف استازي ډاکټر شفیق‌ الله انوري، د روغتیا نړیوال پروګرام مسؤل ډاکټر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د لا ښه تطبیق په موخه د همغږۍ درېیمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ ، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالیې وزارت، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS