د عامې روغتيا وزارت له لوري په راډيولوژي انسټېټیوټ کې د الټراساونډ زده کړو دوهم ټولګي پرانيستې مراسم ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۴
MOPH

په يادو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخيصيه خدماتو رئيس ډاکټر محمد قاسم صاحبي، د اکمال تخصص د اکاډميکو چارو د انسجام رئيس ډاکټر احمد فرشيد محمدي، د راډیولوژي انسټېټیوټ امر ډاکټر اول خان شفق، یو شمېر نورو مسؤلینو، روغتيايي کارکوونکو او د الټراساونډ زده کړيالانو ګډون کړی و.

د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي الټراساونډ معاينات د ناروغیو په تشخيص کې مهم وبلل او زده کړيالانو ته يې لارښوونه وکړه، چې خپلو زده کړو ته لازمه پاملرنه او له غير حاضرۍ څخه ډډه وکړي.

دغه راز، ډاکټر وحدت الکوزي وويل: عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو او ورته د خلکو لاسرسي پراخوالي لپاره هڅې ګړندۍ کړي؛ څو د هېوادوالو روغتيايي ستونزې حل او خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.

ورته مهال، د اکمال تخصص د اکاډميکو چارو د انسجام او تشخیصیه خدماتو رئیسانو د زده کړو پر کیفیت او د ازموينو بهير پر شفافيت ټينګار وکړ او هم يې د ورته برنامو د دوام يادونه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له AYSO مؤسسې سره په اتو ولایتونو کې د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې د محرومو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتيايي مراقبتونو ضروري خدمتونو وړاندې کولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

په کور دننه د روغتیايي تولیداتو ملاتړ د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د ریاست‌ الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

د افغانستان روغتیايي سکتور لا ډېرې پاملرنې او. . .

BACK TO NEWS