د عامې روغتيا وزیر د غزني سیمه ییز روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۸:۵۵
MOPH

د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د غزني د عامې روغتيا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک او یو شمېر نورو مسئولینو یې ملتیا کوله د سیمه ییز روغتون بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره او د بستر ناروغانو احوال یې واخیست.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په یاده لیدنه کې د روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د یو شمېر ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړ او د روغتیایي خدمتونو د ښه والي په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS