د عامې روغتیا وزارت اعلامیه

ګرانو هېواد والو!
زموږ په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمې څپې خپرېدل د اوج خواته د نږدې کېدو په حال کې ده او د پېښو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.
د عامې روغتیا وزارت او د هېواد روغتیايي کارکوونکي د دې ناروغۍ پر وړاندې په یوه غیر مساوي جګړه کې واقع دي.
دا څرګنده ده چې د ساري ناروغیو په خپرېدو سره مبارزه یوازې د عامې روغتیا وزارت په اقداماتو سره ناممکنه ده او د هېواد ټولو اتباعو، دولتي او غیر دولتي ادارو ته اړتیا ده چې د پېښو د کمولو لپاره د روغتیا ساتنې د مقررات په پلي کولو او د کورونا له امله د پېښو او مړینو په کمولو کې په دې وخت کې خپلو دندو باند عمل وکړي او د عامې روغتیا وزارت سره دې مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت د قانون د ١٣ مادې پر اساس ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې او د هېواد نور اتباع مکلف دي چې د خپلو شته امکاناتو په لرلو د طبي کار کوونکو سره د اختصاصي دندو په ترسره کولو کې همکاري وکړي. په همدې پار له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو او د افغانستان له ټولو خلک غواړي چې د لاندې مقرراتو او قواعدو په پلي کولو او څارنه کې عمل او همکاري وکړي.
- په ټول هېواد کې، ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه د ١٤٠٠ د غبرګولي له ٢٢ دوه ویشتمې څخه د دوه اونیو لپاره رخصت دي، په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي ادارې له معززو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو سره لازمه همغږي شوې ده.
- د هیواد له ټولو درنو خلکو څخه غوښتنه کېږي، چې د کور نه د باندې د ګڼې ګوڼې سیمو ته ولاړه نشي او په بېړنیو حالاتو کې په دغه ځایونو کې حتمأ ماسک وکاروﺉ.
- ټول دولتي او غیر دولتي ادارات چې زیات مراجعین لري ګڼه ګوڼه دې په ممکنه توګه په خپلو ادارو کې داسې مدیریت کړي چې د وګړو ترمینځ واټن له یو نیم متر څخه کم نه وي.
- د کابل او د هېواد په لویو ولایتونو کې محترمې ښاروالۍ باید په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې او بیر و بار سیمې د هېواد په کچه په نښه/ وپېژني او د ځانګړو لارښودونو لکه: د هټیو نوبتي پرانیستل او د نورو مېتودونو په کنټرول سره دې ټولنیز واټن تنظیم کړي. په دې برخه کې د ممکنه مېتود چارو غوره کول په اړونده ښاروالیو پورې تړاو لري.
- د ودونو ټول هوټلونه/سالونونه او کنفرانسونه به د 22/03/1400 څخه د دوه اونیو اعتبار لپاره وتړل شي، او د دې موضوع په پلي کولو کې، موږ د درنو ښاروالیو څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.
- په ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د غیر ضروري غونډې دې ودرول شي.
- د جوماتونو له درنو ملا امامانو او عام عبادت کوونکو څخه غوښتنه کوو، چې د لمانځه پرمهال لږترلږه یو نیم متر واټن وساتی. او امکان تر حده د جماعت لمونځونه په آزاده هوا وکړﺉ او یا ورسۍ او د باد د عبور ځایونه خلاص پریږدئ ترڅو هوا تېره شي.
- د عامه وسایطو چلوونکي او سپرلۍ لکه: ټیکسي او بسونه باید ماسک واغوندي او موټرونو کې د هوا بدلولو فضأ پلي کړي.
- کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار د محبسونو په محدودو ځایونو کې له محبوسینو سره دې لیده کاته تر امر ثاني راتلونکې خبرتیا پورې وځنډول شي.
- ټول دولتي کار کوونکي چې عمرونه یې له 55 کلنۍ پورته وي یا په مزمنو ناروغیو (د شکر ناروغۍ، زړه ناروغي، سرطان، یا هغه مېرمنې چې د څلور میاشتو څخه زیات بار داره وي) خپل کار دې له کور څخه ترسره کړي.
- ټول د لامبو حوضونه، عمومي حمامونه، سونا، کلپونه او د سپورټ سیالۍ باید د دوه اونیو لپاره وتړل شي او په دې برخه کې دې ښاروالۍ او نور اړونده معززې ادارې باید دوی کنټرول کړي.
- موږ د درنو امنیتي ادارو او نورو مسؤولینو څخه غوښتنه کوو چې د هرډول غونډو مخه دې ونیسي چېرې چې ټولنیز واټن نه لیدل کېږي.
- رستورانتونو کې باید د دوه کسانو ترمینځ د یو نیم متر ټولنیز واټن په نظر کې نیولو سره او د سمې هوا د خپرېدو په واسطه دې خدمتونه وړاندې کړي او هڅه دې وشي ترڅو په آزاده هوا کې له مېلمنو څخه هرکلی وشي او په دې برخه کې باید ښاروالۍ جدي کنټرول او همکاري وکړي.
- د فاتحې عمومي مراسم دې په بندو ځایونو کې لنډ مهاله وځنډول شي.
- له ټولو هېواد والو غوښتنه کېږي چې د شخصي حفظ الصحې اصول لکه: د ورځې 20 ځلې په صابون د لاسونو مینځل هر ځل د شل ثانیو لپاره، په ګڼه ګوڼې ځایونو کې د ماسک کارول او د وګړو ترمنځ د یو نیم متر په اندازه د ټولنیز واټن ساتل.
- کورونا جدي ونیسئ ترڅو موږ تاسو په روغتونونو کې د اکسیجن او درملنې لپارا اړتیا ونه وینو.