د عامې روغتیا وزارت او د ATR ډلې ترمنځ د نظارت او تخنیکي همغږۍ ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري او مل تخنیکي ټیم د څارنې دریم ګړې ډلې (ATR) له مسؤلینو سره تخنیکي ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د نظارت، استخدام او روزنې اړوند مهم تخنیکي موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول، چې د نظارت بهیر به د ټاکلو اصولو او معیارونو سره سم پر مخ وړل کېږي، د کارکوونکو د وړتیا ارزونه به د ازموینو له لارې ترسره او هم به د روزنې پروګرام د دوو اونیو په موده کې عملي کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس وویل؛ راپورونه به د اړوندو ادارو له همغږۍ او تایید وروسته شریک او د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره به ګډ کاري میکانېزمونه لا فعالېږي او همدارنګه د څارنې دریم ګړې ډلې (ATR) مسؤلینو ته هغه تخنیکي او عملي ټکي روښانه کړل، چې د هغوي په چارو کې د لا زیات شفافیت، همغږۍ او اغېزمنتیا سبب ګرځي.
