د عامې روغتیا وزارت او روسیې ترمنځ د خوړو او درملو برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي روسیې هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې د روغتیا وزارت له مرستیالانو او همدارنګه، د نړیوالو همکاریو او عامه اړیکو د ډیپارټمنټ او د طبي وسایلو د ثبت او کنټرول ادارې له رئیسانو سره د خوړو او درملو اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

دغه راز، په دې لیدنه کې دواړو لورو د خوړو او درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه ‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د همکاریو د هوکړه لیکونو پر لاسلیکولو، د پانګونې پر اسانتیاوو، د درملو د وارداتو او صادراتو د بهیر پر ښه والي، د درملو جوړوونکو شرکتونو د ثبت او راجستر بهیر او د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا بحث تر سره کړ.

همدارنګه، د روسیې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو څخه لیدنه او د تجربو اخیستنه، د افغانستان د ډاکټرانو او تخنیکي کادرونو د ظرفیت لوړونه، د درملو د تنظیم او کیفیت کنټرول په برخه کې د روسیې د معیاري سیستمونو او معیارونو کارول د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د خوړو او درملو مرستیال، د یاد سفر اساسي موخه افغان سوداګرو ته د معیاري او مناسب قیمت لرونکو وارداتو د اسانتیاوو برابرول، او همدارنګه د ګډو پانګونو جلبول وبلل.

په پای کې، دواړو لورو د دوامدارو همکاریو پر پراختیا، د باکیفیته او خوندي درملو د صادراتو پر اسانتیا او د درملو او روغتیايي محصولاتو په سکتور کې د پانګونې فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS