د عامې روغتیا وزارت او یونیسف د ولایتي روغتیايي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له استازي Dr.Ali Dowelbait سره په ولایتونو کې د روغتيايي ستونزو حل په موخه بحث او خبرې ترسره کړې
د دې خبرو پر مهال د هېواد په ټولو ولايتونو کې شته روغتيايي ستونزې د يونيسف ادارې له استازو سره شريکې شوې او ترې وغوښتل شول، چې د حل لپاره يې لازم اقدامات ترسره کړي.
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د افغانستان د روغتيايي سيستم د کيفيت ښه والي لپاره به ګډ کار کوو؛ څو د خدماتو کيفيت لوړ او د خلکو روغتيايي ستونزې حل شي.
