د عامې روغتیا وزارت اړوند د معلوماتی تکنالوژی وسایلو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د معلوماتی تکنالوژی وسایل د ملاریا کنترول او ټولو ساری ناروغیو ملی پروگرام د ایډز ملی کنترول، جنسی امراض او هیپاتیت پروژی تړون چی د پیژندني شمیره یی GOV/MOPH/CDCD/HIV/ CF/NCB/G02/1402 د ( طلحه زبیر تجارتی او لوژستکی ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (20275- 0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهر نو چهار راهی حاجی یعقوب، مرکز کابل، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (5,159,600) پنځه ملیونه یو سل نه پنځوس زره شپږ سوه افغانی ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم دې خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان د خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو پوري د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.