د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي سټاکونو آساسي بیا رغونې پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي سټاکونو آساسي بیا رغونې پروژه چی د تړون شمیره ییMOPH /NCB/1402/W-02  ده. د (تمیم افغان ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (49525) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پروژه اصلاحات اداری، مرکز- میدان شهر، وردگ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,699,353) شپږ میلیونه شپږ سوه نهه نوي زره دري سوه او دري پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ملاریا او غیر ناقله ناروغیو د کنټرول ملي پروگرام لپاره  د میاشو تربیه او ساتنې لازمه موادو  تدارک او  برابرول) . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د ملالۍ روغتون ریاست ټولو شراییطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د  طبي اکسیجن او د کاربن ډای اوکساید د پروژې چې د( MOPH/MMH/1404/NCB/G001) ریفرینس لرونکی ده، د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

Back to tenders