د عامې روغتیا وزارت اړوند نږدې ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه پیل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۶:۴
MOPH

یاده ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په دولس بېلا بېلو څانګو کې له ۳۵۸۵ په شرایطو برابرو کسانو څخه په الکترونیکي (برېښنایي) توګه واخیستل شوه، چې په پرانیستې کې یې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، د اداري اصلاحاتو او ملکي او خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد او  یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ګډونوالو ته د پرانیست وینا پر مهال روغتیا وزارت یو مسلکي وزارت یاد کړ او ویې ویل: "د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت دنده ده او په همدې موخه هڅه کوو، چې د دې وزارت اړوند ټولو مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شي او د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ګمارنې ترسره کړو".

ښاغلي وزیر همداراز  د ازموینې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو زده کړو برخې ته پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې هم د روغتیا وزارت اړوند خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخلو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب د یادې ازموینې برخه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، په دې ازموینه کې هیڅ ډول انساني مداخله شتون نه لري او یواځې هغه کسان به بریالي کېږي چې د اړوند بست وړتیا ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS