د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د ۱۴۰۳ هـ ش په انټرنس ازموینه کې د محرومو ولایتونو ټریني بستونو سهمیه

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس اړوند، ولایتونه چې زابل، نورستان، بامیان، سمنګان، سرپل، ارزګان، پکتیکا، غور، کونړ او بدخشان ولایتونه په کې شامل دي، په عمومي داخلې، کوچنیانو داخلې، اُرتوپیدي، نسایي ولادي او سترګو عمومي جراحي څانګو کې له کم شمېر او یا هم د متخصصینو له نه شتون سره مخ دي.

په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د پرېکړې سره سم په ولایتونو کې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په ذکر شویو ولایتونو کې د اکمال تخصص برنامې په بستونو کې ځانګړی سهم په نظر کې نیول شوی؛ ترڅو د یادو ولایتونو اصلي اوسېدونکي په انټرنس ازموینه کې هغې ته نوملیکنه وکړي.

د یادو ولایتونو محترم نوماندان د اړونده کړنلارې پر بنسټ په لاندې شرایطو سره د تخصص پروګرام ته معرفي کېږي.

۱- نوماند باید د هغه ولایت اوسېدونکی وي چې سهمیه ورته نظر کې نیول شوی.

۲- نوماند په اړونده برخه کې د تخصص برنامې له میعاد سره سم مکلف دی، چې په یاد ولایت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

۳- د کړنلارې سره سم به خپله ژمنه عملي کوي.

یادونه: نوماندان باید د لاندې جدول له مخې د خپلې خوښې څانګه انتخاب او د ازموینو ملي ادارې د ویب پاڼې له لارې نوملیکنه وکړي.

د سهمې لیست : https://moph.gov.af/dr/media/930

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتيا!

د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینري ازموینې درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینرۍ ازموینه به د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص د ټرینرۍ ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص ټرینرۍ ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. هغه متخصصین چې د یادې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

بشپړ معلومات په لاندې لینک کې : 

https://nexa.gov.af/fa/candidate/13/search

Back to announcements