د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص عمومي ریاست د ټریني ډاکټرانو لپاره د څېړنې (ریسرچ) میتودونو او څرنګوالي په موخه شپږ ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ 

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۸
MOPH

د یاد پروګرام موخه د څیړنې (ریسرچ) میتودونه، روغتیايي اصطلاحاتو اساسي مفاهیم، د موضوع په اړه د مونوګرافونو او تیزسونو لیکل او د ټریني ډاکټرانو لپاره د تخصص پروګرام په ګډون د نورو مهمو روغتیايي موضوعاتو ښودل دي.

په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي بخت الرحمن شرافت، د اکمال تخصص عمومي رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د تخصص برنامې استادانو، ټریني متخصصینو او  د مرکزي روغتونونو ډاکټرانو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال وویل: د ورته روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د تخصصي پروګرام د ظرفیت لوړولو او  څېړنې یا (ریسرچ) میتودونو لپاره اړین وباله او د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي.

ښاغلي مرستیال، د یوې ټولنې او انسانانو پرمختګ د دوی په څېړنو او هڅو کې وباله او ټینګار یې وکړ چې موږ باید  هڅه وکړو؛ ترڅو خپل روغتیايي سیستم له نړیوالو معیارونو سره سم چمتو کړو.

د یادونې وړ ده چې یاد روزنیز پروګرام به نه یوازې په مرکز کې د ټریني ډاکټرانو لپاره وي، بلکی د هېواد په نورو ولایتونو کې به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د نري رنځ د خدماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر، ښاغلي ايډوين سينيزا سلاوډور، د دې سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو لپاره د الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او درملنې د ثبت پر سیستم ناسته وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د ناروغانو (EMR) الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او د هیواد په ټولو روغتونو کې د توصیه کیدونکو روغتیایي. . .

BACK TO NEWS